Department of IT & Networks
د آی ټی او نیټ ورک ډیپارټمنټ
د آی ټی او نیټ ورک ډیپارټمنټ (لرلید)
د اي ټي او نيټورک ديپارتمنت غواړي وړ علمي او مسلکي کادرونه وروزي، تر څو له نورې نړۍ سره د اي ټي او نيټورک په برخه کې سیال شي.
د آی ټی او نیټ ورک ډیپارټمنټ (ماموریت)
د آي اټي او نیټ ورک ډيپارتمنټ په خپله ساحه کی په ملي او نړیواله سطحه کې داسی پیاوړي مسلکي او وړ علمي کادرونه د نوی عصر او ټکنالوژۍ په برخه کې وروزي، ترڅو په خپله برخه کې د مسایلو د حل، تصمیم نیونې، مفاهمې او په علمي او تحقیقي چارو کې د ونډې اخیستنې پوره وړتیا ولري.
د آی ټی او نیټ ورک ډیپارټمنټ موخی ( اهداف)
- په علمي او تخنیکي برخو کې د علمي کارونو لپاره انکشافي پروګرامونه جوړول.
- د استادانو د شمېر او علمي کچې لوړول.
- د موجوده استادانو لپاره د دوکتورا برنامې زمینه برابرول.
- د هیواد په داخل او خارج کې د استادانو او محصلینو د علمې سويې لوړونې په خاطر د سمینارونو، ورکشاپونو، کنفرانسونو، او نورو څیړنیزو پروګرامونو برابرول.
- په دوامداره ډول خپل علمي پروګرامونه او کریکولم پیاوړي کول.
- په هیواد کې د ای ټی او نیټ ورک ډیپارمینټ په توګه د پوهنځي اعتبار ساتل او په دومداره توګه د خپلو فعالیتونو څخه څارنه او د شته ستونزو له منځه وړل.