Dean Message

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رئیس پیغام:

څرنګه چې نن ورځ ټکنالوژي د ټولنېز ژوند او د نړیوالو اړیکو بنسټېز عامل بلل کیږي، نو په نني عصر کې د ټولنیز ژوند څخه نیولي بیا ترکاروبار او بازاروموندني پورې ټول د ټکنالوژۍ پورې تړاو لري ، نو بهتره مو وبلله چې خپل ځوانان په عصري ټکنالوژۍ سمبال کړو او د هېواد دغه بنیادي ستونزه په معیاري او اساسي شکل سره بشپړه کړو او خپل هیواد د نړیوالو او سیمه ئیزو هېوادو سره د نوې او عصري ټکنالوژۍ په برخه کې سیال کړو.

موږ پدې باوري یو چې د نن عصر د ټکنالوژۍ بازار ډېرې وخت په تحول او پرمختګونو کې دی  ځکه مو وموپتیله چې د هر ډول راپېښېدونکو ټکنالوژیکي  پرمختګونو او مسائلو په وړاندې به خپل لازم هر اړخيز چمتوالي ولرو. هېره دې نه وي دغه چمتوالی د علمي څېړنو،تحقيقاتو ،ملي او نړيوالو تجاربو څخه په ګټې اخيستنې او د يو علمي چاپيريال په لرلو به منځ ته راځي. په دې ډول چې نه تنها د افغاني ټولنې بلکی د نړیوالو هیوادونو اړتیاوې او ضرورتونه د هیواد په داخل او خارج کې رفع کولو سبب وګرځو.