Faculty of Economics

اقتصاد پوهنځی

پېژندنه

خراسان پوهنتون په ختيځ زون کې مخکښ خصوصي پوهنتون دی چې ۲۰۰۶ ميلادي کال کې يې د تاسيس ډبره په دې موخې کېښودل شوه، چې د ګران هېواد د ابادۍ او علمي ډګر کې د ملي اسلامي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې به معياري زده کړې درنو هېوادوالو ته وړاندي کوي. هېره  دې نه وي چې خراسان پوهنتون خپلې لومړی چارې د اقتصاد پوهنځي په لرلو  پیل کړې. اوس مهال د اقتصاد پوهنځی د (BBA) څانګه او په دې څانګه کې د مالي او اداري (مديريت) ډیپارتمنتونه لري چې تدریسي چارې یې په ملي او نړیوالو معیارونو په پښتو او انګلیسي ژبه د اوولس(۱۷) تنو  پیاوړو تجربه لرونکو کورنیو او بهرنیو ماسټر او دوکتورا لورنکو استاذانو لخوا پرمخ وړل کېږي د اقتصاد پوهنځی اداره هڅه کړې چې خپلو محصلینو ته اکاډمیکې او فزیکې آسانتیاوې لکه، آرام تدریسي چا پیریال، پرمختللې او مجهزې  تدریس خونې ، بډايه کتابتون، وړیا انټرنیټ ، د تفریح لپاره  وړ شرایط  برابر کړي.

لرليد ( Vision)

د  پوهنتون عمومي لرلید ته په کتو، د اقتصاد پوهنځی په پام کې لري چې د اقتصادي مسائلو په څېړنه او پیاوړتیا کې د سیمې په کچه مخکښ پوهنځی وي.

رسالت ( Mission)

د خراسان پوهنتون عمومي ماموریت ته په کتو د اقتصاد پوهنځی د ټولو ملي او نړیوالو معیارو سره سم د ملي او نړیوالو مجربو استادانو، نوې عصري تکنالوژۍ ، علمي او تدریسي میتودنو په لرلو سره د هیواد اقتصادي پرمختګ شونی کوي.

هدف ( Goal )

پوهنځی خپل ماموریت ته په کتو ژمن دی؛ چې د نړیوالو معیارونو سره سم علمي کادرونه په دنده وګماري او د زده کړې یو داسې چاپیریال رامنځ ته کړي چې د ملي اسلامي ارزښتونو ښودونکی او له عصري میتودونو پکې ګټه اخېستل شوې وي تر څو زده کړیالان د عصر د غوښتنو سره سم د ټولنې د خدمت لپاره وروزل شی.

 

د اقتصاد پوهنځي موخې(Objectives)

  • د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې  د هېواد ځوان نسل ته په ملي او نړيواله کچه د پرمختللو معياروي لوړو زده کړو زمينه برابرول.
  • د کاروبار په بنسټیزو اصولو د محصل پوهاوی.
  • محصل باید د کاروبار له اساسي او لومړیومضمونونو او محتویاتوڅخه پوهه ولري.
  • محصل به د کاروبار اړونده مفاهمه کې ماهر وي.
  • محصل به وکولای شي د کاروبار اړونده کتبي مفاهمې په ښه شان ترسره کړي.
  • محصل به وکولای شي معلومات په شفاهي ډول او په لوړکیفیت سره ارائه کړي.
  • محصل به په خپل کاري ټیم کې یو فعاله غړی وي.
  • محصل به ددې جوګه شي چې په ګډ کارکې د پام وړ مرسته وکړي.
  • محصل به په خپلې ادارې کې د نوی تکنالوژۍ په کارونې کې وړتیا ولري.
  • محصل به د کاروبار د ادارې په چاورو کې له نوې تکنالوژۍ څخه په پوره مهارت  سره کارواخلي.
  • محصل به د نړیوال تجارت په اصولو او طریقو او همدارنګه د بیلابیلو خلکو سره د ګډ کار کولو او کاراخیستلوڅخه پوهاوی ولري.
  • ۰ محصل به په نړیوال چاپیریال کې د خپل تجارت لپاره اړونده فرصتونه او ننګوونې وپیژني.
  • محصل به د بیلابیلو هیوادونو، نژادونو، ژبواو کلتور لرونکو خلکو سره د ګډ کارکولو چار چلند او هنر په پوره ډول زده کړي.
  • محصل به په کاروبار کې له اخلاقي اصولو څخه د کاراخیستنې، پوهاوی ولري.
  • محصل به ددې جوګه وي ترڅو د تجارت اړونده مسایل په ښه ډول، د تجارت د اخلاقي اصولو په رڼا کې حل کړي او همدارنګه د خپلې ادارې اړوند ټولنیزې دندې وپیژني او په سرته رسولو کی به برخه واخلي.

 

  • د نوښتګر تفکر په رامنځ ته کولو په ملي او نړيواله کچه هېواد ته  د خدمت په موخه د مسلمانو،  وطنپالو، رښتينو او باور وړ اشخاصو روزل دي چې په سم ډول د هېواد رهبري وکړای شي.
  • د  پوهنتون پر سطحه او بيرون لپاره د پوهنتون علمي باور ساتل  او په دوامداره ډول خپلو فعاليتونو  څخه څارنه او شته ستونزې له منځه وړل دي.

 

د اقتصاد پوهنخي لومړيتوبونه  لومړيتوبونه او ارزښتونه

  • با کيفيته لوړې زده کړې
  •  د ملی يووالى ټينګښت
  •     اخلاق او کرامت
  •     انډولتیا
  •   سالمه اداره ،اغېزمنتوب،ګټورتوب
  •  اکاډيميکه ازادي
  • معياري باکيفته لوړې زده کړې
  • احترام
  • نوښت
  • عملي اقدام
  • د ټولو علمي ارزښتونه پالنه او نظر کې نيول
  • پاملرنه
  • بدلون
  • ګروپي کار
  • پياوړتيا
  • شفافيت او رښتينولي
  • نيک نوم تر لاسه کول او د هغې ساتنه
  • غوره تدريسي بهير او معاصر ميتودونه
  • علمي کادر روزل
  • سالمه اداره

 

Dean's Message

Dear Colleagues and Friends:

This Strategic Plan is central to shaping Khurasan University Faculty of Economics priorities and determining our pathways for the future. We have made considerable progress in many areas of significant as a result of the successful implementation of 2021-2025 strategic plan. This quantitative progress highly validates the continuous focus and dedication of Khurasan University Faculty of Economics faculty, administration, staff and students to achieve excellence in fulfilling the academic needs of our community.

The goals of the current strategic plan 2021-2025 not only continues to focus on Khurasan University Faculty of Economics’ momentum in certain areas of high significance but also incorporate new goals that will help in achieving further and greater success. The goals of the five-year strategic plan includes: enhancing students’ learning and success, faculty training and capacity building, developing infrastructure and technological advancement. These goals strongly resonate with Khurasan University Faculty of Economics vision and reflect the hopes and dreams of Khurasan University Faculty of Economics and those it proudly serves, including our students, faculty, staff, alumni, strategic partners and the community at large. The plan will drive each of us in our daily interactions and collaborative efforts to selflessly serve current and future generations of Highlanders.

Through this strategic plan Khurasan University Faculty of Economics reaffirms its commitment to academic excellence and social relevance as the core values grounding its activities, confirming the belief that in order to achieve a better country for present and future generations, higher education must be placed as the driving force for national development.

Finally I would like to thank all those who participated in the strategic planning process, defining the contents of this plan and implementation of a dynamic future guide. I believe it is an opportunity for all of us to think creatively and energetically about how we can work together to achieve these goals and transform our university and our society.

I look forward to your continued commitment and involvement.

Warm regards


 

دا چې اقتصاد د ټولنې د غوښتنو او نوښتونو بنسټيز عامل دی، ځکه نو د ټولنې رفاه، هوساينه، په ځان متکي کېدل او د وخت غوښتنو ته ځواب وينه يې  په اقتصادي پياوړتيا ممکن کيدای شي. د يو علمي او اقتصادي ادرس په توګه د خپلو علمي کادرونو پر مټ به  د عصر او د نړيوالو معيارونو  غوښتنو سره سم د افغاني ټولنې د ملي، اسلامي او کلتوري  ارزښتونو په رڼا کې خپل راتلونکی نسل د کار بازار لپاره د کاروبار او د هغې د مديريت په هنر سمبال په عصري ټکنالوژۍ او نوي فکر وروزو، چې نوموړي نوښتګر علمي او مسلکي کادرونه به د کاروبار په نړۍ کښې ځليدلي او کامياب افراد ثابت شي.

مونږ باوري يوو چې  د عصر  د کار بازار ډېرې وخت په تحول کې دی ځکه نو هوډ لرو چې د هر ډول راپېښېدونکو اقتصادي ستونزو او مسائلو په وړاندې به خپل لازم هر اړخيز چمتوالي لرو. هېره دې نه وي دغه چمتوالی د علمي څېړنو،تحقيقاتو ،ملي او نړيوالو تجاربو څخه په ګټې اخيستنې او د يو علمي چاپيريال په لرلو  به منځ ته راځي. په دې ډول چې نه تنها د ځان بلکې د بشري ټولنې د اقتصادي خلاوو او ضرورتونو د رفع کېدلو سبب وګرځي.

Department of Management Science Strategic Plan

Faculty of Economics Stretegic Plan

Department of Management Science Vision, Mission & Objectives

د اقتصاد پوهنځي دډيپارټمنټ لرليد

د اقتصاد پوهنځې اداره او تجارت څانګه په پام کې لري چې د اداری او تجارت په برخه کې د لوړو زده کړو او څيړنی لپاره يوه ډاډمنه پيژندل شوی ادرس  وي .

 

د اقتصاد پوهنځې  ډيپارټمنټ ماموريت

د اقتصاد پوهنځې اداره او تجارت څانګه ملی او نړيوالو معيارونو سره سم د ځوان کهول په روزنه ، علمی پروګرامونو او څيړنو په ترسره کولو او عصري ټکنالوژۍ په پلی کولو سره د هېواد او ټولنی پرمختګ رامنځته کوي .

 

موخې او اهداف  :

۱. د وخت سره سم د اقتصادي مسايلو د حل لپاره اړوند څیړنی تر سره کول.

۲. د عصري تکنالوژي څخه په ګټه اخیستنی سره د زده کړو اسانتیاوی برابرول.

۳. په اقتصادۍ مسایلوکښ ې د ټولنې د موجوده ستونزو حل کولو کښ ې ونډه اخیستنه.

۴. داقتصادي پرمختګ په موخه دعلمي کدرونو ،محصلینو روزل اوعلمی ظرفیت لوړول.

 

Faculty of Economics Operation Plan

Department of Management Science Strategic Plan