Faculty of Economics
اقتصاد پوهنځی
پېژندنه
خراسان پوهنتون په ختيځ زون کې مخکښ خصوصي پوهنتون دی چې ۲۰۰۶ ميلادي کال کې يې د تاسيس ډبره په دې موخې کېښودل شوه، چې د ګران هېواد د ابادۍ او علمي ډګر کې د ملي اسلامي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې به معياري زده کړې درنو هېوادوالو ته وړاندي کوي. هېره دې نه وي چې خراسان پوهنتون خپلې لومړی چارې د اقتصاد پوهنځي په لرلو پیل کړې. اوس مهال د اقتصاد پوهنځی د (BBA) څانګه او په دې څانګه کې د مالي او اداري (مديريت) ډیپارتمنتونه لري چې تدریسي چارې یې په ملي او نړیوالو معیارونو په پښتو او انګلیسي ژبه د اوولس(۱۷) تنو پیاوړو تجربه لرونکو کورنیو او بهرنیو ماسټر او دوکتورا لورنکو استاذانو لخوا پرمخ وړل کېږي د اقتصاد پوهنځی اداره هڅه کړې چې خپلو محصلینو ته اکاډمیکې او فزیکې آسانتیاوې لکه، آرام تدریسي چا پیریال، پرمختللې او مجهزې تدریس خونې ، بډايه کتابتون، وړیا انټرنیټ ، د تفریح لپاره وړ شرایط برابر کړي.
لرليد ( Vision)
د پوهنتون عمومي لرلید ته په کتو، د اقتصاد پوهنځی په پام کې لري چې د اقتصادي مسائلو په څېړنه او پیاوړتیا کې د سیمې په کچه مخکښ پوهنځی وي.
رسالت ( Mission)
د خراسان پوهنتون عمومي ماموریت ته په کتو د اقتصاد پوهنځی د ټولو ملي او نړیوالو معیارو سره سم د ملي او نړیوالو مجربو استادانو، نوې عصري تکنالوژۍ ، علمي او تدریسي میتودنو په لرلو سره د هیواد اقتصادي پرمختګ شونی کوي.
هدف ( Goal )
پوهنځی خپل ماموریت ته په کتو ژمن دی؛ چې د نړیوالو معیارونو سره سم علمي کادرونه په دنده وګماري او د زده کړې یو داسې چاپیریال رامنځ ته کړي چې د ملي اسلامي ارزښتونو ښودونکی او له عصري میتودونو پکې ګټه اخېستل شوې وي تر څو زده کړیالان د عصر د غوښتنو سره سم د ټولنې د خدمت لپاره وروزل شی.
د اقتصاد پوهنځي موخې(Objectives)
- د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د هېواد ځوان نسل ته په ملي او نړيواله کچه د پرمختللو معياروي لوړو زده کړو زمينه برابرول.
- د کاروبار په بنسټیزو اصولو د محصل پوهاوی.
- محصل باید د کاروبار له اساسي او لومړیومضمونونو او محتویاتوڅخه پوهه ولري.
- محصل به د کاروبار اړونده مفاهمه کې ماهر وي.
- محصل به وکولای شي د کاروبار اړونده کتبي مفاهمې په ښه شان ترسره کړي.
- محصل به وکولای شي معلومات په شفاهي ډول او په لوړکیفیت سره ارائه کړي.
- محصل به په خپل کاري ټیم کې یو فعاله غړی وي.
- محصل به ددې جوګه شي چې په ګډ کارکې د پام وړ مرسته وکړي.
- محصل به په خپلې ادارې کې د نوی تکنالوژۍ په کارونې کې وړتیا ولري.
- محصل به د کاروبار د ادارې په چاورو کې له نوې تکنالوژۍ څخه په پوره مهارت سره کارواخلي.
- محصل به د نړیوال تجارت په اصولو او طریقو او همدارنګه د بیلابیلو خلکو سره د ګډ کار کولو او کاراخیستلوڅخه پوهاوی ولري.
- ۰ محصل به په نړیوال چاپیریال کې د خپل تجارت لپاره اړونده فرصتونه او ننګوونې وپیژني.
- محصل به د بیلابیلو هیوادونو، نژادونو، ژبواو کلتور لرونکو خلکو سره د ګډ کارکولو چار چلند او هنر په پوره ډول زده کړي.
- محصل به په کاروبار کې له اخلاقي اصولو څخه د کاراخیستنې، پوهاوی ولري.
- محصل به ددې جوګه وي ترڅو د تجارت اړونده مسایل په ښه ډول، د تجارت د اخلاقي اصولو په رڼا کې حل کړي او همدارنګه د خپلې ادارې اړوند ټولنیزې دندې وپیژني او په سرته رسولو کی به برخه واخلي.
- د نوښتګر تفکر په رامنځ ته کولو په ملي او نړيواله کچه هېواد ته د خدمت په موخه د مسلمانو، وطنپالو، رښتينو او باور وړ اشخاصو روزل دي چې په سم ډول د هېواد رهبري وکړای شي.
- د پوهنتون پر سطحه او بيرون لپاره د پوهنتون علمي باور ساتل او په دوامداره ډول خپلو فعاليتونو څخه څارنه او شته ستونزې له منځه وړل دي.
د اقتصاد پوهنخي لومړيتوبونه لومړيتوبونه او ارزښتونه
- با کيفيته لوړې زده کړې
- د ملی يووالى ټينګښت
- اخلاق او کرامت
- انډولتیا
- سالمه اداره ،اغېزمنتوب،ګټورتوب
- اکاډيميکه ازادي
- معياري باکيفته لوړې زده کړې
- احترام
- نوښت
- عملي اقدام
- د ټولو علمي ارزښتونه پالنه او نظر کې نيول
- پاملرنه
- بدلون
- ګروپي کار
- پياوړتيا
- شفافيت او رښتينولي
- نيک نوم تر لاسه کول او د هغې ساتنه
- غوره تدريسي بهير او معاصر ميتودونه
- علمي کادر روزل
- سالمه اداره