Department of Journalism Vision, Mission & Objectives

د ژورنالېزم څانګې لرلید:

د ژورنالیزم څانګه غواړي په هیواد کې د معیاري رسنیز چوپړ د رامنځته کولو لپاره په مسلکي ډول ژورناليستان او رسنیز کارپوهان و روزي، چې په ټولنه کې فکري رغونه رامنځته او پر مټ یي رسنۍ خپل مسؤلیتونه په سم ډول تر سره کړي.

 د ژورنالېزم څانګې ماموریت:

د ژورنالیزم څانګه د نني پیر غوښتنو سره سم  تدریسي محتوا او وړ کادرونو په مرسته داسې اشخاص روزي، چې وکولای شي رسنۍ مو د هېواد ګټو، ملي ستراتیژۍ او اخلاقي معیارونو ته په کتو خپل رسنیز رسالت په سم ډول تر سره او نوښتونه رامنځته کړي.

د ژورنالیزم څانګې اهداف:

۱: په مسلکي توګه د عملي او نظري مفاهمو په مرسته د هېواد د بچیانو سالمه روزنه.

۲: د رسنیزې محتوا د کیفیت لواړي لپاره د تدریس د غوره کیفت لپاره اوږد مهاله هڅې.

۳: د نوې او پرمختللې ټکنالوژۍ په مټ د ټولنې وګړي سم او مثبت لورې ته رهنمایي  کول.

۴: په رسنیز ډګر کې د نوښتونو د رامنځته کولو په موخه استادان او محصلین څیړنو ته هڅول.

۵: د غوره تدریسي محتوا په مرسته د ټولنې د وګړیو د پوهې د کچې لوړول.

 

  •