Objectives

 

خراسان پوهنتون اهداف:

  • خراسان پوهنتون دخپل لرليد او ماموريت په پام کې نيولو سره د دې لاندې اهدافو په لاس ته راوړو ژمن دي.
  • د يو مؤثر او با کيفيته تحصيلي نظام د تأمين په منظور د ماسترۍ او دوکتورا د تحصيلي سطحې لرونکو علمي کادرونو او محقيقينو تثبيت، تشخيص او استخدام.
  • د ماسترۍ د تحصيلي سطحې لرونکي موجود علمي کادر د تحصيلي سطحې د لوړاوي پخاطر د دوکتورا تحصيلي پروګرامونو تهيه او تدارک.
  • د علمي کادر د علمي- معلوماتي سطحې د Update ساتلو په منظور د هېواد په داخل او خارج کې د لنډ مهاله پروګرامونو څخه استفاده کول.
  • د کارمارکيت د اړتياو او غوښتنو په پام کې نيولو سره د تحصيلي نصاب تجديد او غنی کول.
  • په اداري- تدريسي پروسه کې د معلوماتي تکنالوژۍ څخه استفاده کول.
  • په مختلفو علمي- عملي مسايلو کې د علمي تحقيقاتو سرته رسول.
  • د عصر و زمان د مطالباتو سره سم د نوو تحصيلي رشتو او برنامو ايجاد او دپوهنتون توسعه او انکشاف.
  • ټولنې ته د علمي – کاري متخصص، ماهر او با کيفيته کادرونو تقديمول.
  • د ټولنې په انکشاف او ټولنيزو فعاليتونو کې د پوهنتون فعال ګډون.
  • د محصلينو علمي- فکري استعدادونو او مهارتونو ته مناسبه وده او انکشاف ورکول.