• Share with us:
د خــــراســان پـــوهـنــتــــون ازمـویـنــې

: د خراسان پوهنتون د محصلینو د اروزونې په موخه لاندې آزموینې لري


: صنفي ازموینه

دغه ازموینه په یوه سمسترکې دوه ځلي اخیستل کيږي، لومړی ازموینه د منځنۍ آزموینې څخه مخکې او بله ازموینه یې د نهایي ازموینې څخه مخکې اخیستل کیږي او هره ازموینه ۵٪ نمرې لري


:کورنۍ دنده

په یوه سمستر کې محصل ته دوه ځلي کورنۍ دندې ورکول کیږي، لومړنۍ کورنۍ دنده د منځنۍ ازموینې څخه مخکې او بله یې د نهایي ازموینې څخه مخکې وي اوهره کورنۍ دنده ۵٪ نمرې لري


: منځنۍ ازموینه

دغه ازموینه د سمستر په منځ کې د محصل د ارزونې په موخه اخیستل کیږي او منځنۍ ازموینه ۲۵٪ نمرې لري


: نهایي ازموینه

دغه ازموینه د سمستر وروستۍ ازموینه ده او د محصل دارزونې په موخه اخیستل کیږي، نمرې یې ۵۰٪ دي


: د مونوګراف د د فاع ازموینه

دغه ازموینه د محصل څخه د څلور کلنې دورې په پای کې اخیستل کیږي او ۲۰۰ نمرو پر اساس محصل ارزول کیږي چې د ۱۱۰ نمرو په اخیستلو سره محصل بریالی ګڼل کیږي


Affiliations