• Share with us:
خراسان پوهنتون د نوې ارزونې له مخې د ټول هېواد په کچه دويم مقام خپل کړ!

خراسان پوهنتون په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د لوړو زده کړو موسسې څخه، د پوهنتون کچې ته لوړ شو ، په نوموړی کال اوله هغه څخه را په دې خوا يو شمير د لوړو زده کړو موسسي هم د پوهنتون کچې ته لوړي شوي . د لوړو زده کړو وزارت يو لړ معيارونه د پوهنتونونوپه وړاندې دموخو په ډول تصويب او اعلان کړل او غوښتنه وشوه چې ټول خصوصی پوهنتونونه بايد خپلي علمي، تحصيلی چارې دهغو په رڼا کې سنبال اوترسره کړی . وروسته د لوړو زده کړو وزارت دخصوصی پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو څخه ارزونه د SHEP په مالي مرسته وکړله. ددې ارزونې په پايلی کې، خراسان پوهنتون د ټول هېواد په کچه له امريکا يې پوهنتون څخه وروسته ، دويم مقام خپل کړ.

د خراسان پوهنتون مؤسس او رئيس ! د پوهنتون رهبري هئيت، اداري مسؤلينو، درنو استاذانو، ګرانو محصلانو،دختيځ زون معززو ولسونو او ټولو هېوادوالو ته مبارکې وايي او هوډ لری چې پوهنتون به د ننۍ ورځو له غوښتنو سره سم لا ستندر او معياري کوي.

Affiliations