• Share with us:
پوهنتون کې شاملیدل :

خراسان پوهنتون هر کال د لوړو زده کړو وزارت د طرزالعملونو پراساس د کانکور دوه ازموینې اخلي لومړۍ ازموینه د سنبلې او دوییمه ازموینه د حوت په میاشت کې اخیستل کیږي، فارغان د خراسان پوهنتون د کانکور ازموینه کې تر ګډون وړاندې باید د ښوونې او روزنې وزارت په تائید د دولسم ټولګي د فراغت سند، د تابعیت تذکره، د بهرنیو فارغان لپاره پاسپورت ورسره رسمي ویزه او د هویت څلور قطعې عکسونه له ځان سره ولري، په کانکور ازموینه کې تر ګډون وړاندې دې، فارغان د کانکور ازموینې د ګډون کارت ترلاسه کوي او ترهغې وروسته په رسمي ډول د کانکورازموینه کې ګډون کوي، په ازموینه کې ترګډون او بریالیتوب وروسته پوهنتون کې شاملیږي او د خپلې خوښې وړپوهنځي ته ورپیژندل کیږي.







Affiliations