• Share with us:

د خراسان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی

 

د خراسان پوهنتون په ۱۳۸۶ لمریز کال کې رامنځته شو او د اقتصاد پوهنځې په لرلو یې خپل تدریسې بهیر پیل کړو. اوس مهال د اقتصاد پوهنځی د (BBA) څانګه لري.


تدریسي چارې یې په ملي او نړیوالو معیارونو په پښتو او انګلیسي ژبه د دوه ویشت تنو(۲۲) پیاوړو تجربه لرونکو کورنیو او بهرنیو استاذانو لخوا پرمخ بیول کیږي.


چې تردې مهاله د خراسان پوهنتون اقتصاد پوهنځي په څلورو دورو کې څلورسوه څلویښت (۴۴۰) تنه فارغ ورکړي چې څلورسوه اته ویشت (۴۲۸) تنه یې ‌ذکور او دولس (۱۲) تنه اناث دي.


تاسې کولای شئ د لاندې ځانکړینو په نظر کې نیولو سره د خراسان پوهنتون د اقتصاد پوهنځی د خپلو راتلونکو لوړو زده کړو لپاره غوره کړئ:


  • پیژندل شوی تحصیلي سند ( ډ یپلوم )
  • پیاوړي تجربه لرونکي مسلکي استاذان
  • غني کتابتون چې د اقتصاد پو هنځي اړوند پکې بیلابیل کتابونه شته دي.
  • په پرمختللو وسایلو مجهز تدریسي ټولګي، د کمپیوتر او انټرنیت وړیا اسانتیاوې.
  • ارام، خوندي او مسلکي چاپیریال.
  • د پیاوړې، تجربه لرونکې او منظمې ادارې شتون.
  • اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونوته بشپړدرناوی.
  • د دولسم ټولګي هغه فارغین چې غواړي چې د خراسان پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې لوړې زده کړې وکړي، د خراسان پوهنتون ادارې ته دې مراجعه وکړي.


د اقتصاد پوهنځي مرام او هدف

د خراسان پوهنتون د ادارې او تجارت څانګه په لوړ کیفیت سره د ادارې او تجارت زده کړې، کوم چې لاندې ځانګړي اهداف لري، خپلو ګرانو محصیلینو ته وړاندې کوي.


  • په محصلینو کې د تجارت عمده او اساسي وړتیاوو ته وده ورکول
  • محصلین د منجمنت په هغه مهارتونوسمبالول کوم چې په اوسني عصر کې د خصوصي او عامه ادارو د مشرتابه لپاره اړین دي
  • وړ محصلین د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې ددې جوګه کول، چې په ملي او نړیواله سطحه د خطې او په ځانکړي ډول د هیواد د بشري منابعو ضرورت په اداره او تجارت کې بشپړ کړي او په اقتصادي د ګرکې د راتلونکي واګي په لاس کې ولري

نو که غواړئ د تجارت د نیا ته په توګه د یو ما هره منیجر، متشبس ورننوځۍ او یا هم خپل څانګې پروګرامونه BBA د تجارت په معاصره توګه مدیریت کړئ، د خراسان پوهنتون ددې جوګه دي چې ستا سو اړتیاوو ته ځواب ووایي او همدارنګه زموږ محصلین دې ته چمتو کړي چې په اداره کې ستونزې په خپل وخت تشخیص کړي، د حل لارې یې وارزوي او ترټولو غوره د حلا لار ورته وټاکي.



د ‌‌BBA پروګرام علمي مقاصد

  • ۱- د تجارت په بنسټیزو وصولو د محصیل پوهاوی
    • محصیل باید د تجارت په اساسي او لومړیو محتویاتو پوهه ولري


  • ۲- محصیل به د تجارت اړونده مفاهمه کې ماهر وي
    • محصیل به وکولای شي د تجارت اړونده کتبي مفاهمه په ښه ډول ترسره کړای شي
    • محصیل به وکولای شي معلومات په شفاهي ډول په لوړکیفیت سره ارائیه کړي



  • ۳- محصیل به د کاري ټیم کې یو فعاله غړی وي
    • محصیل به ددې جوګه شي چې په ګډ کارکې د پام وړمرسته وکړي


  • ۴- محصیل به په خپله اداره کې د نوي تکنالوژۍ په کارونې وړوي
    • محصیل به د ادارې او تجارت په مسایلو کې د نوې تکنالوژۍ څخه په پوره مهارت کارواخلي


  • ۵- محصیل به د نړیوال تجارت په وصولو او طریقو او همدارنګه د بیلابیلو خلکو سره د ګډ کار کولو او کاراخیستلو پوهاوی ولري
    • محصیل به په نړیوال چاپیریال کې د خپل تجارت لپاره اړونده فرصتونه او ننګوونې و پیژني
    • محصیل به د بیلابیلو هیوادونو، نژادونو، ژبو، کلتور اوفرهنګ لرونکو خلکو سره د ګډ کارکولو چلند او هنر په پوره ډول زده کړي



  • ۶- محصیل به د اخلاقي وصولو څخه په تجارت کې د کاراخیستنې پوهاوی ولري
    • محصیل به ددې جوګه وي ترڅو د تجارت اړونده مسایل په ښه ډول د تجارت د اخلاقي وصولو په رڼا کې حل کړي او همدارنګه د خپلې ادارې اړوند ټولنیزې دندې وپیژني او پکې برخه واخلي



  • ۷- محصیل به د تجارت په بیلابیلو حالاتو او مسایلو کې نوښتګرفکروکاروي
    • محصیل به ددې جوګه وي چې د تجارت او ادارې اړونده مسایل په سم ډول تجزیه او تحلیل کړي، ترڅو وکولای شي مناسبه ، غوره حل او تګلاره ورته وټاکي



Affiliations