• Share with us:
د خــــراســان پـــوهـنــتــــون لـنـډه پـیـژ ند نه

خراسان پوهنتون په ۱۳۸۶ لمریز کال کې په دې موخه تا سیس شو چې په هیواد کې ځوان نسل ته د اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې د پرمختللو مسلکي او معیاري لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، د تیرو څو کلونو په موده کې خراسان پوهنتون وکولای شول چې په هیواد کې د ننه د ګنو ځوانانو رضایت خپل کړي او له هیواده بهرد ځینو پوهنتونونو سره خپلې اړیکې ټینګې او معیاري کیدو خواته ګامونه اوچت کړي.


خراسان پوهنتون اوس مهال څلور پوهنځي لري: اقتصاد، انجینري، کمپیوترساینس، بشري علوم ( ژورنالیزم او ادبیات ) چې سلګونه محصلین پکې په لوړو زده کړو بوخت دي تدریسي چارې یې په ملي او نړیوالو معیارونو د پیاوړو کورنيو او بهرنیو استاذانو له خوا پرمخ بیول کیږي.


خراسان پوهنتون ته په لومړیو کې هغه څه چې ډ یر مهم او ګټور ول څو ترسره یې کړي د یوې منظمې ادارې رامنځته کول ول، چې په اډانه کې یې یو پیاوړی او معیاري خصوصي پوهنتون رامنځته کړي، دغه کار یې د یوې منظم پلان او ستراتیژۍ د طرحې او عملي کولو وروسته شونی شو.


د تحصیلي نصاب د تطبیق لپاره، د تکړه، پیاوړو او تجربه لرونکو استاذانو ګمارل هم یوه مهمه او ګټوره هڅه وه چې باید ترسره شوې وه، خراسان پوهنتون هڅه وکړه څو هغه استاذان چې د ماسترۍ ترکچې لوړې زده کړې او د تدریس تجربه ولري، په ډ یره ځیرتیا او هلو ځلو پیدا او پردندو یې وګمارل اوس مهال د خراسان پوهنتون تدریسي چارې د څلورد یرش تنو کورنیو او بهرنیو استاذانو له خوا پرمخ بیول کیږي، چې اکثره یې د تدریسي تجربې ترڅنګ د ما سترۍ ترکچې زده کړې لري.


د یو ښه تدریسي چا پیریال د رامنځته کولو لپاره هم هڅې شوي، داسې تدریسي چا پیریال چې هم محصلین د تدریس لپاره اسانتیاوې ولري او هم د تفریح لپاره، لکه د یوې منظمې ادارې شتون، پیاوړي تجربه لرونکي کورني او بهرني استاذان، غني او مجزکتابتون، د عملي زده کړو لپاره مجهز لابراتوارونه، د محصلینو د فعالیتونو د تنظیم لپاره بیلابیلې مدني ټولنې جوړول او داسې ...



د بهرنیو اړیکو څانګه رامنځته کول چې اساسي دنده یې


۱- د بهرنیو پوهنتونونو سره د دوه اړخیزو اړیکو ټینګول

۲- د محصلینو او استاذانو لپاره په بهرنیو پوهنتونونو کې د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول

۳- د بهرنیو پوهنتونونو سره د ګډو مرستو او اوږود مهاله تړونونو لاسلیک کولو لپاره هلې ځلې کول

۴- د بهرنیو پوهنتونونو له استاذانو سره د نوو څیړنو او تحقیقاتو لپاره هلې ځلې کول

۵- د لنډ مهاله علمي او فرهنګي پروګرامونو د پلي کولو لپاره له نورو ورته بنسټونو سره خپلې چارې همغږي کول

۶- د فارغو محصلینو سره د اړیکو ساتل او ورسره د کارموندنې په برخه کې مرسته کول


سربیره پردې د خراسان پوهنتون اوس مهال د ایزرک تړون غړیتوب ترلاسه کړی، دغه تړون د ترکیې جمهوري دولت په مالي لګښت او د اتاترک پوهنتون په نوښت رامنځته شوی، اوس مهال د بیلابیلو هیوادونو څخه د څلورنوي (۴۹) پوهنتونونو په شا او خوا کې پوهنتونونه ددې تړون غړیتوب لري، موخه یې د پوهنتونونو ترمنځ د ګډو مرستو او ښو اړیکو ټینګول دي


همدارنګه د خراسان پوهنتون د ننګرهار پوهنتون سره چې د هیواد په کچه له مهمو پوهنتونو څخه ګڼل کیږي، دوه اړخیزې ګټورې اړیکې لري هرکال خپل استاذان د تدریس په موخه د نوموړي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته استوي ترڅو ورسره په تدریسي برخه کې خپلې نوې تجربې او لاسته راوړنې شریکې کړي، د ننګرهار پوهنتون استاذانو او محصلینو ته یې د ترنینګونوزمینه برابره کړې، دغه دوه اړخیزې اړیکې د ننګرهار پوهنتون له لوري ستایل شوي هم دي او غواړو چې په بیلابیلو برخو کې خپلو دوه اړخیزو اړیکو ته لا پراختیا ورکړو.


همدا لامل دي چې خراسان پوهنتون وکولای شول په لږ وخت کې د هیواد په کچه په ځانګړي ډول په ختیځ زون کې د ګڼو ځوانانو رضایت خپل کړي او د باوړیې وګرځي، د ښو خدمتونو په وړاندې کولو د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز او دجمهور ریس د حکم پراساس د لوړو زده کړو موسسې څخه د پوهنتون کچې ته ارتقا وکړي، موخه مو لا ډ یره لوړه ده هڅه کوو چې خپلې موخې ته ورسیږو.


Affiliations