• Share with us:

د پوهنې ریاست او خراسان پوهنتون ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو




1 1 1 1 1 1 1 1 1 1

د دولسم ټولګيو فارغانو ته د کانکور چمتووالي کورس کې د ګډون په موخه د پوهنې ریاست او خراسان پوهنتون ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هڅو د خراسان خصوصي پوهنتون او پوهنې ادارو له لوري د جلال اباد ښار ۱۵ سوه د دولسم ټولګيو فارغانو ته د درې میاشتني وړیا کورس جوړولو په موخه تړون لاسليک کړ.

دغه هوکړه ليک د وري په ۲۳مه ولایت مقام کې په داسې حال کې لاسليک شو، چې د ولايتي شورا غړو، پوهنې ، ننګرهار پوهنتون، پېښو پر وړاندې چمتووالې ادارې رئیسانو، د خراسان پوهنتون رئیس او د جلال اباد ښاري لېسو مديرانو هم ګډون درلود .

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، د دې هوکړه لیک له مخې به د درې میاشتو په موده کې د دې ولایت ۱۵ سوه د دولسم ټولګیو فارغانو ته د کانکور د چمتوالې په برخه کې زده کړې ورکړل شي او هیله یې څرګنده کړه،چې سږ کال به ډیری ځوانان د لوړو زده کړو په موخه د هېواد په کچه بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شي.

نوموړي د خراسان خصوصي پوهنتون او مثبت بدلون ټولنې له مشرانو مننه وکړه، چې خراسان پوهنتون د ۱۵ سوه د دولسم ټولګیو فارغانو ته د کانکور د چمتوالې په موخه د وړیا کورس فعالولو او همدا راز د مثبت بدلون ټولنې مشر د کانکور چمتوالې په موخه ۵ زره ټوکه کتابونه ترتیب او تر چاپ وروسته یې د دې ولایت د پوهنې ادارې سره مرسته وکړه .

ننګرهار پوهنتون رئيس ببرک مياخېل هیله څرګنده کړه،چې سږ کال به یو ځل بیا د شفاف کانکور ازموینې په ترڅ کې د دې ولایت زرګونه ځوانان لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي او د لوړو زده کړو خصوصي نورو مؤسسو څخه یې هم غوښتنه وکړه،چې ورته اقدامات ترسره کړي .

د ولایتي شورا منشي ذبيح الله زمري له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د خراسان پوهنتون مسئولین یې وهڅول،ترڅو د دې ولایت د دولسم ټولګیو فارغان د کانکور لپاره د چمتوالې په موخه په وړیا درې میاشتنیو کورسونو کې شامل کړي او هم یې د مثبت بدلون ټولنې له لورې د چاپ شوو کتابونو له امله ستاینه وکړه .

د پوهنې رئیس استاد الله داد اسماعيلزي د یاد نوښت له امله د ننګرهار والي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، یاد روزنیز پروګرام ته به د دیرش سلنه نجونو په ګډون د دولسم ټولګیو هغه فارغان ور وپېژني،چې د نمرو فیصدي یې تر ۷۰ نمرو لوړه وي .

خراسان پوهنتون رئيس احمد طارق کمال وویل،تېر کال د پوهنې رياست له لوري ورته ۱۲۰ تنه پيژندل شوي و، چې په خراسان پوهنتون کې په وړيا ډول جذب کړل او زیاته یې کړه،د سږ کال په ترڅ کې به د کانکور ازموینې سره د ښې بلدتیا په موخه د یادو پنځلس سوه فارغانو څخه په درې مرحلو کې د کانکور ازموینه واخلي.

په همدې حال کې د پوهنې رئیس او خراسان خصوصي پوهنتون رئیسانو ترمنځ د کانکور چمتو والي درې مياشتي وړيا کورس هوکړه ليک لاسليک او د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصیر سباون له لورې د کانکور چمتوالې په موخه چاپ شوي پنځه زره ټوکه کتابونه د پوهنې رئیس ته ورکړل شول .







Affiliations